Klemen Pisk

poet, writer, translator and musician

Poem in Pashto

زاهد او ليوه

 يوزاهد په شګو کې يوه کرښه وايستله او ويې ويل:
ته بايد له دى کرښې تير نه شې
بيا يې يوه دايره وايستله اوويې ويل:
ته بايد په همدې دايره کې پاتې شې
ته کولاى شې له دې دايرې راووځې خو له کرښې څخه به نه اوړې
بيا يو طوفان راغى او دشګو کرښه يې له مينځه يوړه
يوليوه لاهم په هماغه دايره کې ولاړ و
باران او سړې هوا ډيرستومانه کړى و خو بياهم له ځايه نه خوځيده
هغه نه پوهيده چې کرښه لا اوس هم شته ؟،
خو کرښه خو نور په شګو کې پاتې نه وه

Translated into Pashto by N R Liwal